CRI Online

د روان کال په تېرو درېيو موسمونو کې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو ارزښت له شپږ زرو مليارډو يوانو څخه اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-10-26 10:41:36
د روان کال په تېرو درېيو موسمونو کې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو ارزښت له شپږ زرو مليارډو يوانو څخه اوښتی دی

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت د اکتوبر په ۲۵مه نېټه خبر ورکړ، د روان کال په تېرو درېيو موسمونو کې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو ارزښت له شپږ زرو مليارډو يوانو څخه اوښتی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱۳سلنه زيات شوی دی.

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې مخکې يوه شمېره خپره کړې وه چې له مخې يې په تېرو دېيو موسمونو کې له اروپايي ټولنې، امريکا او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې سره د چين د وارداتو او صادراتو ارزښت په جلا جلا توګه اوه اعشاريه درې سلنه، شپږ اعشاريه پنځه سلنه او دوولس اعشاريه شپږ سلنه زيات شوی دی. نو د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره مثلاً روسيې، پولنډ او قزاقستان سره د چين د وارداتو او صادراتو ارزښت د زياتوالي سرعت ډېر ګړندی دی. برسيره پر دې، په دغو هېوادونو کې د چين د تصديو د غيرمالي مستقيمې پانګونې لس مليارډو اوه سوه اتيا مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلي چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوولس اعشاريه درې سلنه زيات شوی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای