CRI Online

د منځني واټن بالستيک توغنديو له تړون څخه د امريکا وتل ښايي د وسلوالې سيالۍ سبب وګرځي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-26 10:44:07
د منځني واټن بالستيک توغنديو له تړون څخه د امريکا وتل ښايي د وسلوالې سيالۍ سبب وګرځي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخروا د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، د منځني واټن بالستيک توغنديو له تړون څخه د امريکا وتل ښايي د وسلوالې سيالۍ سبب وګرځي.

نوموړې وويل، ياد تړون ويجاړول به پر نړيوال امنيت او ستراتيژۍ ډېره منفي اغېزه وکړي او په ډېرو سيمو کې ښايي نوې وسله والې سيالۍ رامنځته شي. د امريکا له دغې کړنې څخه ښکاري چې امريکا نه غواړي له روسيې سره د عدالت پر بنسټ مشورې وکړي. د امريکا هغه وينا چې روسيې له دې تړون څخه سرغړونه کړې، له واقعيتونو سره سمون نه خوري او د منلو وړ نه ده.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکتوبر په ۲۰مه نېټه په دې پلمه چې روسيې له اوږدې مودې راهيسې له دې تړون څخه سرغړونه کړې او دغه تړون د امريکا لخوا د نوې وسلې پر څېړنې او جوړونې محدود کړی، اعلان وکړ چې امريکا به له دې تړون څخه ووځي. د روسيې ولسمشر ولادمير پوټين د اکتوبر په ۲۴مه نېټه وويل، روسيه به د امريکا دغې کړنې ته هدفي ځواب ورکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای