CRI Online

رئيس شي جين پينګ له ګوانګ دونګ ولايت څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-10-26 21:47:47

روان کال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له څلوېښتمې کاليزې سره برابر دی.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي،د دولت رئيس او د چين د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو ورځو کې له ګوانګ دونګ ولايت څخه ليدنه وکړه.شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې نوې زمانې ته په ننوتلو سره په نړيوالو او کورنيو حالاتو کې ژور بدلونونه راغلي چې له امله يې د چين د اصلاحاتو او پرمختګ چارې له نويو دندو او ننګونو سره مخ دي.چين بايد له اوسني فرصت څخه په استفادې سره له ننګونو سره مقابله وکړي او په نوې زمانه کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د بېرغ په اوچتولو سره دې په هر اړخيزه توګه يادو چارو ته ادامه ور کړي .که څه هم نړيوال او کورني حالات لا پېچلي دي، خو مونږ بايد ډېر باور ولرو چې د لاقوي تدبيرونو په نيولو سره اصلاحات او ورخلاصون پرمخ بوزو.

د اکتوبر له ۲۲ مې نيټې څخه تر ۲۵مې نيټې پورې رئيس شي جين پينګ په وار سره د ياد ولايت جو های، چينګ يوان، شن جن او ګوانګ جو ښارونو ته لاړ او هلته يې له ځايي تصديو، پوهنتونونو، کليوالو سيمو او د استوګنې له ځينو سيمو څخه ليدنې وکړې او دغه راز د چين د کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس د روحيې د پلې کولو،د اصلاحاتو او ورخلاصون د ژورتيا او د اقتصاد د باکيفته پرمختګ د پرمخبيولو په باب يې معلومات تر لاسه کړل.د چين د کمونېست ګوند تر اتلسم ملي کانګرس وروسته شي جين پينګ له ځايي سيمو څخه په لومړۍ ليدنه کې ګوانګ دونګ غوره کړ. هغه د پوښتنې په شکل وويل چې ولی ګوانګ دونګ ولايت ته راغلی يم ، ځکه چې غواړم د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د پيل په ځای کې د دې چارو تاريخي بهير ياد کړم او خپلو چارو ته دوام ور کړم.

د اکتوبر د ۲۲مې نيټې په ماسپښين شي جين پينګ د جو های ښار په هنګ چين نوې ناحيه کې د ګوانګ دونګ ولايت او مکاو ترمنځ د همکارۍ په تړاو د چين د دوديزو درملونو او علومو او تخنيکونو له هغې صنعتي سيمې څخه ليدنه وکړه چې د ګوانګ دونګ او د مکاو ترمنځ د همکاريز چوکاټي تړون په رڼا کې لومړی پلې شوې پروژه ده. شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د چين حکومت بايد په دې برخه کې د تګلارو جوړولو له لارې ملاتړ پياوړی کړي ، د دوه اړخيزې همکارۍ محتويات دې زيات کړي،همکاريزې ساحې دې پراخې کړي او نويو سمسورو چارو ته دې پرمختګ ور کړي تر څو په مکاو کې د اقتصادي پرمختګ خوځنده ځواک راوپاروي.هغه وويل(اواز...........) ما هر وخت د هنګ چين ناحيې پرمختګ ته ډېره پاملرنه کړې ده. په تېرو لسو کلونو کې دغه ناحيې ګام په ګام پرمختګ کړی او پکې ډېر بدلونونه راغلي دي. مونږ به تل اصلي موخه په ياد وساتو تر څو دغه سيمه د نوښت او پرمختګ له خوځنده ځواک څخه برخمنه شي او مکاو څو اړخيز اقتصادي پرمختګ ومومي.

تر دې وروسته شي جين پينګ په دې ښار کې د ګه لي په نوم د برېښنايي ماشينونو له محدود شرکت څخه ليدنه وکړه او هلته يې د کليدي تخنيکونو د څېړنې او د توليدي چارو د ښه والي په باب معلومات تر لاسه کړل.هغه په اشارې سره وويل چې بايد د نوښت په برخه کې خپل توان او قوت پياوړی کړو او د نوښت او پرمختګ حقونه دې په خپلو لاسونو کې ونيسو.

د اکتوبر د ۲۴مې نيټې په سهار شي جين پينګ په شن جن کې د ګوانګ دونګ ولايت د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰ مې کاليزې په تړاو نندارتون وکوت او ور پسې يې له اړوندو استازو سره د کتنې په ترڅ کې وويل (اواز........)روان کال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له ۴۰مې کاليزې سره برابر دی.له ۴۰ کلونو راهيسې د چين لاسته راوړنې د ليدو وړ دي.اوسنی پرمختيايي حالت ډېر ښه شوی ، نو ولی دغې لارې ته دوام ور نه کړو؟که څه هم اوس مونږ له ځينو ستونزو سره مخ يو، خو بايد په دې بهير کې اړوندې مسئلې حل کړو .چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په برخه ګې خپل ګام نه پرېږدي او په راتلونکې کې به هرو مرو نوې لاسته راوړنې تر لاسه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای