CRI Online

د چين د دفاع وزارت:په روان کال کې به د چين او هند د ځمکنيو پوځونو ترمنځ ګډ تمرينونه تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-26 14:25:23
 

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د چين د دفاع وزارت د اکتوبر په ۲۵مه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړه .په دې ناسته کې د چين د دفاع وزارت وياند وو چيان وويل چې په روان کال کې به د چين او هند د ځمکنيو پوځونو ترمنځ اووم ګډ تمرينونه په چين کې تر سره شي.

د خبريالانو پوښتنه دا وه چې هندي خبري رسنيو خبر ور کړی چې د چين او هند پوځيان ښايي د ځمکنيو پوځونو ګډ تمرينونه بيا پيل کړي، نو تاسو د دې تمريونو په اړه څه جزيات ويل غواړي ؟ايا دغه تمرينونه به په روان کال کې تر سره شي او که نه او په کوم ځای کې به تر سره شي.

وياند وو چيان وويل چې د ۲۰۱۸ کال لپاره د پوځي همکارۍ د نړيوال پلان له مخې د چين او هند د ځمکنيو پوځونو ترمنځ اووم ګډ تمرينونه تر سره شي. د دې پلان له مخې دواړه خواوې به د روان کال په نومبر کې په چنګ دو ښار کې د اړوند پلان په اړه غونډه جوړه کړي او د مشخصتو کارونو په باب به سلا مشوره وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای