CRI Online

چين د اصلاحاتو او ورخلاصون ژورتيا ته ادامه ور کړی

cri     (GMT+08:00) 2018-10-26 14:29:13

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اصلاحاتو او ورخلاصون د پيل په ځای يعنی ګوانګ دونګ کې وويل چې چين بايد د اصلاحاتو او ورخلاصون ژورتيا ته ادامه ور کړي او هرو مرو به بله لويه لاسته راوړنه ولري .څنګه پرمختيايي مسئلې حل کيدای شي؟ رئيس شي جين پينګ له ګوانګ دونګ ولايت څخه د ليدنې په ترڅ کې په خپلو خبرو کې يو ځل بيا پر دې ټينګار وکړ چې اصلاحات او ورخلاصون د چين له برخليک سره تړاو لرونکی مهم تدابير دی . له څلوېښتو کلونو راهيسې د چين پرمختيايي لاسته راوړنې د ليدو وړ دي.اوسنی پرمختيايي حالت ډېر ښه شوی ، نو ولې دغې لارې ته دوام ور نه کړو؟که څه هم مونږ له ځينو ستونزو او مسئلو سره مخ يو،خو بايد په دې بهير کې شته مسئلې حل کړو .په دې هکله هغه زياته کړه چې چين بايد اصلاحات او ورخلاصون پرې نه ږدي او د لا لوړې کچې اصلاحاتو او ورخلاصون د پرمخبيولو لپاره به ډېرې هڅې وکړي.

لومړی، چين به د نوښت په برخه کې خپل توان او قوت پياوړی کړي. دوهم، د چين توليدات جوړوونکې چارې به د ډيجيټلي، انټرنټي او ځيرک کېدو په لوري روانې شي . درېيم، بايد د ازادې سوداګرۍ سيمو او د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو ترمنځ د خليج د لويې سيمې د ابادۍ له لارې د چين د اصلاحاتو نوی ځای جوړ شي . څلورم ، چين به برابر پرمختګ ته لازياته پاملرنه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای