CRI Online

د چين لومړي نړيوال وارداتي نندارتون څه باندې ۲۸۰۰ کورنې او بهرنې تصدۍ راجلب کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-26 14:33:46

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د لومړي نړيوال وارداتي نندارتون د چمتوالي بېلا بېل کارونه په ثابت ډول روان دي.تر اوسه په دې نندارتون کې د ګډون په موخه د څه باندې ۱۳۰ هېوادونو او سيمو ۲۸۰۰ تصديو نومونه ثبت کړي دي.د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې چين به خپل هېواد ته د بهرنيو پانګونو د داخلېدو محدوديت کم کړي او په پر له پسې توګه به د بهرنيو پانګوالو لپاره د پانګونې چاپيريال ښه کړي او د دوی لپاره به لازياتې اسانتياوې برابرې کړي.

نوموړي وويل چې چين به د بهرنيو پانګونو په تړاو د قانون جوړولو بهير چټک کړي او په پر له پسې توګه به د ازادې پانګونې سويه لوړه کړي او په دې برخه کې به ثابته، عادلانه ، شفافه او اټکلي تګلاره وساتي تر څو په چين کې د بهرنيو تصديو حقه حقونه تامين او د بهرنيو پانګونو لپاره لازياتي اسانتياوې برابرې او له دې سره به د بهرنيو پانګوالو باور لا پياوړی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای