CRI Online

لي جان شو د جاپان له صدراعظم شينزو ابي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-10-26 15:17:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر لي جان شو د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د جاپان له صدراعظم شينزو ابي سره وکتل.

لي جان شو په خپلو خبرو کې وويل چې روان کال د چين او جاپان ترمنځ د سولې او دوستۍ تړون د لاسليکېدو له څلوېښتمې کاليزې سره برابر دی.د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د پرمختګ په مهم پړاو کې دي.د رئيس شي جين پينګ او جاپاني مشر تر ګډې لارښوونې لاندې د چين او جاپان ترمنځ اړيکې بياد عادي شوې او پکې يې ښې نښې نښانې ښکاري.دواړه خواوې بايد خپله ذمه واري پياوړې کړي او د چين او جاپان ترمنځ د څلورو سياسي سندونو پر بنسټ دې د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا تر لاسه شوې ګډې نظريې پلې کړي،په سياسي چارو کې دې متقابل باور لاټينګ کړي او د ګډو ګټو پربنسټ دې دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي تر څو د دغو اړيکو په تړاو موخه تر سره شي.د چين ملي ولسي کانګرس غواړي چې د جاپان له قانون جوړوونکو اورګانونو سره د بېلا بېلو کچو تګ راتګ زيات کړي او د يادو اړيکو د پرمختګ لپاره د سياست، قوانينو او تګلارو په تړاو زمينه برابره کړي.

شينزو ابي وويل چې جاپان له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او د چين د پرمختګ هر کلی کوي او غواړي چې د ياد تړون د لاسليکېدو د ۴۰ مې کاليزې پر مهال له چين سره د لوړې کچې تګ راتګ نژدې کړي او په بېلا بېلو ساحو کې ور سره دوه اړخيزې همکارۍ پرمخ بوزي تر څو دغه اړيکې د پرمختګ نوي پړاو ته داخلې شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای