د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ د اکتوبر د ۲۵مې نېټې په سهار له جنوبي پوځي سيمې څخه ليدنه وکړه. هغه په دې ليدنه کې پر دې ټينګار وکړ چې پوځونه بايد په نوې زمانې کې د پوځونو د ابادۍ په اړه د چين کمونېست ګوند افکار او په نويو حالاتو کې پوځي ستراتيژيک اصول په جدي توګه عملي کړي، د جنګونو د څېړلو بېلا بېل کارونه دې بشپړ کړي، د جنګي سيمو د اغېزمن ګډ لارښوونکي ارګان جوړونه دې چټکه کړي، جنګي توان دې په هر اړخيزه توګه لوړ کړي او دوی ته د ګوند او خلکو له خوا ورسپارل شوې دندې دې تر سره کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |