CRI Online

شي جين پينګ د جاپان له لومړي وزير شينزو ابې سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-10-26 21:30:44

د سينهو اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د جاپان له لومړي وزير شينزو ابې سره وکتل.

شي جين پينګ له چين څخه د شينزو ابې د رسمي ليدنې هرکلی وکړ او له دې امله يې ستاينه وکړه چې شينزو بې په دې وروستيو کلونو کې څو څو ځله د چين او جاپان ترمنځ د اړيکو د ښه والي او پرمختګ مثبته هيله وښودلې. شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې چين او جاپان نژدې ګاونډيان دي او زياتې ګډې ګټې لري. د نړۍ د مهمو اقتصادي ځواکونو او اغېزمنو هېوادونو په توګه، د چين او جاپان ترمنځ د اړيکو دايمي او سالم پرمختګ د دواړو هېوادونو د خلکو له اصلي ګټو سره سمون لري او د دې سيمې او نړيوالې ټولنې ګډه هيله ده. روان کال د چين او جاپان ترمنځ د سولې او دوستۍ تړون د لاسليکېدو ۴۰مه کليزه ده. د دواړو خواوو د ګډو کوښښونو له لارې د چين او جاپان ترمنځ د اړيکو د ښه والي تمايل رامنځته شوی دی. دواړه خواوې بايد د چين او جاپان ترمنځ د څلورو سياسي سندونو له خوا د تاييد شويو اصولو مراعات وکړي، د سولې او دوستۍ پر لوري دې ټينګ ګامونه پورته کړي او د ګډو ګټو همکارۍ دې پياوړې کړی.

شينزو ابې هيله وښودله چې د خپل سفر له لارې د سيالۍ پر ځای د همغږۍ په بڼه د جاپان او چين ترمنځ اړيکې نوې زمانې ته داخلې شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای