CRI Online

لي که چيانګ د جاپان له لومړي وزير شينزو ابې سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-10-26 21:47:51

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د اکتوبر د ۲۶مې نېټې په سهار د خلکو په لوی تالار کې د جاپان له لومړي وزير شينزو ابې سره خبرې اترې وکړې.

لي که چيانګ وويل، چين او جاپان مهم ګاونډي هېوادونه دي، د خپلمنځي اړيکو سالم او ثابت پرمختګ د دواړو هېوادونو او خلکو له اصلي ګټو سره سمون لري او د سيمې او نړيوالې ټولنې لپاره ډېر ارزښت لري. چين هيله لري چې له جاپان سره په سياسي او اقتصادي برخو کې ډيالوګ وکړي، د تګلارو تبادلې پياوړې کړي، د علمي تکنالوژۍ د نوښت، چاپيريال ساتنې، طبي خدمتونو، پولي چارو، د ناورينونو د مخنيوي او کرهڼې په برخو کې له جاپان سره همکارۍ پياوړې کړي او د نوی ملاتړ کوونکي صنعت په توګه د درېيمې خوا د بازار همکارۍ ته وده ورکړي.

شينزو ابې وويل، جاپان او چين ستراتيژيک ملګري دي او يو بل ته خطرونه نه دي. د چين پرمختګ د جاپان لپاره مهم فرصت دی. جاپان غواړي له چين سره د لوړې کچې تګ راتګ زيات کړي، د جاپان او چين ترمنځ د څلورو سياسي سندونو پر بنسټ ستراتيژيکې تبادلې پياوړې کړي او د اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې، نوښت او د درېيمې خوا د بازار په برخو کې له چين سره همکاري ژوره کړي.

له خبرو وروسته دواړو صدراعظمانو د سياست، نوښت، پولي چارو، ګمرکي چارو او سپورټ په برخو کې د دواړو حکومتونو ترمنځ د همکاريزو تړونونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای