د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د شينجانګ د کلتوري تبادلې پلاوي د اکتوبر له ۲۵مې نيټې تر ۲۶مې نيټې د ازرابايجان د ژبو او کلتور پوهنتون، د دې هېواد د دولتي مطبوعاتي ټولنې او د ساينس د دولتي اکاډمۍ له مسؤلينو او کارپوهانو سره د دې هېواد په پلازمينه باکو کې يوه غونډه تر سره کړه او د دې غونډې په موده کې يې د دې هېواد د ژبو او کلتور پوهنتون په کنفسيوس پوهنځي کې ځانګړی لکچر ورکړ.
د ياد پلاوي مشر او د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د چيني سرحدي څېړنيز مرکز مشر شينګ ګوانګ چنګ په خپله وينا کې وويل چې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د کليدي سيمې په توګه شينجيانګ د منځنۍ اسيا او د قفقاز له سيمې سره نژدې اړيکې لري.چين او ازربايجان د دوه اړخيز تګ راتګ ښه عنعنه لري.د ياد کمربند د يو مهم هېواد په توګه دوه اړخيزې همکارۍ ښې راتلونکې لري.
د دې هېواد د دولتي مطبوعاتې اژانس مشر د دواړو خواوو د خبري رسنيو ترمنځ د همکاريزو لاسته راوړنو په باب معلومات وړاندې کړل او په دې اند دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي اړيکې ښې ساتل شوې دي.هغه هيله وښودله چې د دواړو هېوادونو د خبري رسنيو کارپوهانو د ګډې علاقې وړ مسئلو په هکله همکارۍ وکړي او دغه اژانس به د چين د تاريخ ، کلتور او اقتصاد په اړه راپورټاژونه زيات کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |