د سينهوا اژانس د خبر له مخې په اروپايي ټولنه کې د چين پلاوي مشر جانګ مينګ د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د چين او اروپا ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو د ۱۵مې کاليزې د يادونې او د دغو اړيکو راتلونکې ته د کتنې په هکله يوه خبري ناسته کې وويل چې د اصلاحاتو او ورخلاصون ژورتيا د چين د ځاني پرمختګ اړتيا ده چې پخوا دغه لوری نه دی بدل شوی او په راتلونکې کې به هم بدل نه شي.
هغه وويل چې د اصلاحاتو او ورخلاصون ژورتيا د چين د ځاني پرمختګ اړتيا ده چې د يو مليارډه او څلور سوه مليونو چينايانو له خوا ساتل کيږي.چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ژورتيا او د سوداګريز چاپيريال د ښه والي لپاره مهم تدبيرونه نيولي دي.د چين لومړی نړيوال وارداتي نندارتون به ژر په شانګهای کې پيل شي چې دا د چين له خوا د خپل بازار د لاخلاصولو لپاره د سترو تګلارو څرګندونه او کړنه ده.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |