د سينهوا اژانس د خبر له مخې په م م کې د چين استازي ما جاو شيو د اکتوبر په ۲۶مه نېټه په امنيت شورا کې د سوريې مسئلې په هکله يوه غونډه کې وويل چې په سوريه کې د اساسي قانون کميټې د جوړونې کارونه بايد په منظم او ثابت ډول تر سره شي او پکې دې د دې هېواد د حکومت په شمول د بېلا بېلو خواوو معقولو ګټو ته پاملرنه وشي.
هغه پردې ټينګار وکړ چې چين تل د سوريې مسئلې د حل وفصل لپاره د سياسي لارو چارو له کارونې څخه ملاتړ کوي . نړيواله ټولنه بايد له هغو اصولو سره سم چې سوريه بايد د سوريايانو تر واک لاندې وي،د يادې مسئلې د حل وفصل لپاره بايد سياسي بهير پرمخبوزي او په دې بهير کې به د سوريې د ملي حاکميت،خپلواکۍ، يووالي او د خاورو بشپړتيا درناوی وکړي.
هغه دې ته په اشارې سره وويل چې په سوريه کې شخړو د اوو کلونو راهيسې دوام لري، نو اړوندې خواوې بايد د اختلافونو او د نظرونو توپيرونو د لېری کولو لپاره په يو لوري ګامونه پورته کړي او په دې برخه کې دې ګډې هڅې وکړي.ياد کارونه بايد په منظم او ثابت ډول روان شي او د بېلا بېلو خواوو معقولو ګټو ته دې پاملرنه وشي تر څو دغه کميټه د ډېرو خواوو استازيتوب وکړي او د بېلا بېلو خواوو لپاره به د منلو وړ وي او په ياد سياسي بهير کې لاسته راوړنې تر لاسه شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |