د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ۲۰۱۸ کال لپاره د ژوند ساينس نړيواله غونډه د اکتوبر په ۲۷مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي اود چين صدراعظم لي که چيانګ اړوندو څانګو ته هدايت وکړ چې د ژوند ساينس د انسانانو له روغتيا او پرمختګ سره تړاو لري او د ډېرو هېوادونو د علمي نوښت يوه کليدي برخه ګرځېدلې ده. اوس په نړۍ کې د ژوند ساينس له بې ساري پرمختيايي فرصت سره مخ دی.چين په هر اړخيزه توګه د نوښت له لارې د پرمختګ موندلو او روغتيايي چين په اړه ستراتيژۍ پلې کړې او په پر له پسې توګه يې په دې برخه کې څېړنې پياوړې کړې دي، او د ژوند ساينس په برخه کې يې د نويو تخنيکونو او چارو پرمختګ ته پاملرنه زياته کړې ده،په چټکۍ سره يې نوی خوځنده ځواک په حرکت راوستلی او په فعاله توګه يې د نړيوالې تبادلې او همکارۍ د پرمخبيولو لپاره هڅې کړې دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |