د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا د پيتسبورګ ښار د عامه امنيت څانګې د اکتوبر په ۲۷مه نېټه وويل چې د همدې ورځې په سهار د دې ښار په يوه يهودي کليسا کې د ډزو پېښې له امله ۱۱تنه وژل او ۶ تنه نور ټپيان شوي او بريدګر نيول شوی دی.
د پيتسبورګ ښار د عامه امنيت څانګې مسؤل ونديل هيسريچ د همدې ورځې تر غرمې وروسته په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې په ټپيانو کې ۴ تنه پوليس شته او په دې جمله کې ۲ تنه پوليس سخت ټپيان دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |