CRI Online

د جاپان خبري رسنيو په فعاله توګه په بېلا بېلو ساحو کې د جاپان او چين ترمنځ د واقعي همکارۍ ستاينه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-10-28 17:05:23

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د جاپان لومړی وزير شينزو ابي د اکتوبر په ۲۷مه نېټه له بېجينګ څخه وخوځېد او له چين څخه د نوموړي ليدنه پای ته ورسېده.د ليدنې په ترڅ کې چين او جاپان څرګنده کړه چې دوی به سمې لوري ته د دوه اړخيزو اړيکو د راستنولو پر بنسټ د خپلمنځي اړيکو د نويو پرمختګونو د موندلو لپاره ګډ کوښښ وکړي.په فعاله توګه په بېلا بېلو ساحو کې د جاپان او چين ترمنځ د واقعي همکارۍ د پياوړتيا ستاينه يې وکړه.

د جاپان د اساهي شيمبون ورځپاڼې د روانې مياشتې په ۲۷مه نېټه خبر ورکړ چې له چين څخه د شينزو ابي د ليدنې په وخت کې د دواړو خواوو ترمنځ د راتلونکې همکاريو لوری ټاکل شوی .جاپان هيله لري چې د خبرو اترو له لارې به له چين سره لافعاله همکاري وکړي.

د ماينيچي شيمبون ورځپاڼې د روانې مياشتې په ۲۷مه نېټه د يوې تبصرې په خپرولو سره وويل چې د جاپان او چين د سيمه ييزو حکومتونو،پولي ارګانونو او تصديو ترمنځ څه دپاسه ۵۰ همکاريز سندونه لاسليک شوي دي چې د اسيا په ګډون نويو پرمختيايي هېوادونو کې به د بنسټيزو تاسيساتو په برخه کې پانګونه وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای