د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د اسرائيلو ولسمشر ريون ريولين او صدراعظم بنجامين نيتانياهو د اکتوبر د ۲۷مې نېټې په شپه په وار سره د اعلاميو په خپرولو سره په همدې ورځ د امريکا په پيستبورګ ښار کې د يهوديانو په کليسا کې د ډزو د پېښې غندنه وکړه.
ريولين په اعلاميه کې د ډزو په ياده پېښه کې د وژل شوو کسانو خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړه او هيله يې وښودله چې ټپيان به ژر تر ژره روغ جوړ شي.هغه باور لري چې د امريکا قانون اجرا کونکي ادارې به په پوره توګه د دې ناوړه پېښې په اړه څېړنه وکړي او بريدګر ته دې سخته سزا ورکړل شي .
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |