د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې، روسيې، فرانسې او المان مشرانو د اکتوبر په ۲۷ مه نېټه د ترکيې په استانبول کې د سوريې حالاتو په اړه د څلورو خواوو سر مشريزه غونډه تر سره شوه. تر غونډې وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې وويل چې څلورو برخوالو مشرانو غوښتنه وکړه چې په سوريه کې دې ښکېلې غاړې بشپړ اوربند وکړي تر څو چې شخړې کمې او د حل لارې چارې وموندل شي.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان تر غونډې وروسته په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل چې د څلورو هېوادونو مشرانو د سوريې حالاتو په اړه ګټورې سلا مشورې کړې او غوښتنه يې وکړه چې سوريه بايد ژر تر ژر د اساسي قانون کميټې د جوړونې کارونه خلاص کړي.
د روسيې ولسمشر پوتين وويل چې د سوريې د اساسي قانون کميټې به د سږ کال له پای مخکې جوړه شي او په کار به پيل وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |