CRI Online

د چين د دولت رئيس مرستيال وانګ چي شان له مصر څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-10-28 17:58:00

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس مرستيال وانګ چي شان د مصر د صدراعظم مصطفی مدبولي په بلنه د اکتوبر له ۲۵ مې نېټې څخه تر ۲۷ مې نېټې پورې د مصر له عربي جمهوريت څخه ليدنه وکړه او د ليدنې په ترڅ کې يې په قاهر کې په جلا توګه د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السيسی او صدراعظم مصطفی مدبولي سره يې وکتل.

له سيسی سره خبرو کې وانګ چي شان وويل چې دواړه هېوادونه پراخې ګډې ګټې او د همکارۍ مکان لري. له تېرو کلونو راهيسې، د رئيس شي جين پينګ او ښاغلي ولسمشر تر ګډې لارښوونې د چين او مصر تر منځ اړيکو تاريخي پرمختګ کړی.

سيسي وويل چې مصر او چين لرغونی تاريخ لري، د دواړو هېوادونو ترمنځ عنعنوي دوستي شته، د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې نږدې دي او د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ ژورې دی.

له مدبولي سره خبرو کې وانګ چي شان وويل چې مصر له هغو لومړيو عربي او افريقايي هېوادونو څخه يو دی چې له چين سره سياسي اړيکې جوړې کړې. له تېرو ۶۰ کلونو راهيسې د چين او مصر تر منځ اړيکو ثابت پرمختګ ساتل شوی دی.

مدبولي وويل چې د مصر او چين تر منځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې جوړېدلو راهيسې، دواړو هېوادونو تر منځ لوړ پوړې تګ راتګ نږدې دي، په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ ژورې کړې او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټورې تمامې شوې دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای