د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر په ۲۸مه نېټه پاکستان کې يو اوږد واټن مسافروړونکی بس د خيبر پښتونخوا ايالت په کوهستان سيمه کې چپه شو او له امله يې ۱۷ تنه ووژل شول.
د ځايي رسنيو د خبر له مخې، دغه بس چې پکې ۱۸ تنه سپاره وو، له کوهستان څخه راولپندۍ ښار ته روان و، په غرنۍ سيمه کې له يوه پيچومي څخه د تېرېدو په وخت کې چپه شوی او له غره څخه لاندې غورځېدلی چې له امله يې ۱۷ تنه ووژل شول او يوه ښځه ټپي شوه. له دې امله چې دغه پېښه په شپه کې په يوه ګوښه سيمه کې رامنځته شوې، نو د ژغورنې کارونه يې تر څو ساعتو وروسه ترسره شول. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |