د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر د ۲۹مې نېټې په اتو بجو درې څلوېښت دقيقو د چين او فرانسې سمندري سپوږمکۍ د چين د جيو چوان د سپوږمکيو له توغوونکي مرکز څخه د چانګ جنګ دوهم بينګ نمبر راکټ په وسيله په برياليتوب سره وتوغول شوه.
دغه سپوږمکۍ د چين او فرانسې لخوا په ګډه ډيزاين او جوړه شوې ده او په عمده توګه د سمندري چاپېريال څارنه کوي او په سمندر کې د بېړيو د تګ راتګ د امنيت ساتلو، په سمندر کې د ناورينونو د مخنيوي او د زيانونو د کمولو او د سمندري سرچينو د پلټنې لپاره به خدمتي ضمانت برابر کړي.
د دې سپوږمکۍ په مرسته به د لومړي ځل لپاره په سمندر کې د څپو او د باد څارنې په عين وخت کې ترسره شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |