د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امنيتي لاملونو له امله تر شپږ کلن تړل کېدا وروسته د سوريې ملي موزيم د اکتوبر په ۲۸مه نېټه بيا خلاص شو.
د سوريې د کلتور وزير محمد احمدي د ملي موزيم د بيا پرانيستلو په مراسمو کې وويل، د سوريې ملي موزيم د دې هېواد د خلکو د هڅو او تمدن برياليتوبونه وکتل، د سوريې د کلتور وزارت به په دوامداره توګه د هنري اثارو د ساتنې، استخراج او څېړنې کارونه په ښه توګه ترسره کړي او د سوريې د کلتوري چارو پرمختګ به وهڅوي. نوموړي وويل، اوس د يونانيانو په رومي زمانه کې د هنري اثارو د نندارې خونه لومړی د نندارچيانو پرمخ خلاصيږي، نورې خونې به هم ور پسې خلاصې کړي.
د سوريې ملي موزيم د دې هېواد د پلازمينې دمشق په مرکز کې پروت دی او نږدې سل کلن تاريخ لري. په ۲۰۱۲ کال کې دغه موزيم د جګړې له امله وتړل شو او زياتره هنري اثار يې خوندي ځايونو ته وليږدول شول. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |