د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۲۸مه نېټه د فليپين په داواو ښار کې د چين د لويې قنسلګري په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه. د فلپين د بهرنيو چارو وزير تيودورا لوکسين جر او د داواو ښاروالۍ مرستيال برنارد الاګ هم پکې ګډون درلود.
وانګ يي وويل، په داداو ښار کې د چين د لويې قنسلګري جوړېدل د چين او فليپين ترمنځ د اړيکو د پرمختګ نتيجه ده. د فليپين د ولسمشر رودريګو روا دوتيرتي د دندې په غاړه اخيستلو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ښه پرمختګ موندلی دی.
وانګ يي وويل، موږ غواړو چې په دې مناسبت له داواو ښار او د فليپين جنوبي سيمې سره نورې زياتې همکارۍ وکړو. زموږ هدف دا دی چې داواو ښار د د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ کې يو مهم ډګر وګرځي.
لوکسين په داداو ښار کې د چين د لويې قنسلګري د پرانيستلو هرکلی وکړ. فليپين غواړي له چين سره په هراړخيزو برخو کې همکارۍ وکړي. د دې قنسلګري پرانيستل دا څرګنده کړه چې د فليپين او چين اړيکو راتلونکې به لا ښه وي!
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |