CRI Online

د سريلانکا ولسمشر د پارلمان له ټولو غړو څخه غوښتنه وکړه چې په نوي حکومت کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-29 13:24:46
د سريلانکا ولسمشر د پارلمان له ټولو غړو څخه غوښتنه وکړه چې په نوي حکومت کې ګډون وکړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سريلانکا ولسمشر مايسريپلا سريسنا د اکتوبر د ۲۸مې نېټې په ټلويزوني وينا کې د پارلمان له ټولو غړو څخه غوښتنه وکړه چې په نوي حکومت کې ګډون وکړي او له سياسي بحران څخه د وتلو لپاره د هېواد لارښوونه وکړي.

نوموړي وويل، هغه له پخواني لومړي وزير رانيل ويکريمسينګح سره چې څو ورځې مخکې خپلې دندې ګوښه شوې و، د سياسي نظر، کلتور او شخصيت په برخو کې ډېر توپيرونه لري، نو ځکه اوسنی سياسي او اقتصادي بحران رامنځته شوی دی. اوسنی يوازنی انتخاب دا دی چې پخوانی ولسمشر ماهندا راجپکسا د لومړي وزير دنده پر غاړه واخلي او يو نوی حکومت جوړ کړي.

سريسنا د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د يوې اعلاميې په لاسليکولو سره اعلان وکړ چې پارلمان به د راتلونکي نومبر تر ۱۶مې نېټې پورې وتړل شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای