CRI Online

شي جين پينګ او د فرانسې ولسمشر ماکرون د سمندري سپوږمکۍ د بريالو توغولو په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ولېږل

cri     (GMT+08:00) 2018-10-29 15:16:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ اود فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون د اکتوبر په ۲۹مه نېټه د چين او فرانسې د سمندري سپوږمکۍ د بريالو توغولو په اړه يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ولېږل.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي دي،چې فضايي همکاري د دواړو هېوادونو ترمنځ په هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو کې يوه مهمه برخه. په برياليتوب سره د يادې سپوږمکۍ توغول د دواړو هېوادونو د فضايي همکاريو نوی برياليتوب دی چې د نړيوال سمندري چاپيريال د څارنې، د ناورين د مخنيوي او د اقليمي بدلون د حل په برخو کې به مهم رول ولوبوي. ښاغلي شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي چې چين له فرانسې سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له فرانسې سره په بېلابېلو ډګرونو کې تګ راتګ او همکارۍ پياوړې کړي څو چې دواړو هېوادونو او خلکو ته ګټه ورسوي.

ماکرون په خپل پيغام کې وويل، د يادې سپوږمکۍ بريالي توغولو دا څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو د فضايي همکارۍ د پرمختګ لپاره ډېر مهم ګام پورته کړی. فرانسه غواړي له چين سره د فضا او له اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخو کې د نظريې تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای