CRI Online

د اندونيزيا يوه مسافر وړونکې الوتکه په سمندر کې ولوېده چې ټول سپاره ۱۸۹ کسان يې مړه شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-29 15:29:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اندونيزيا ژغورونکو چارو دولتي ادارې د اکتوبر په ۲۹مه نېټه وويل، د اندونيزيا د ليون هوايي شرکت يوه الوتکه چې کورنۍ الوتنه يې درلوده، چې پکې ۱۸۹ تنه سپاره وو، له جاکارتا څخه الوتنه کړې وه او وروسته سمندر ته ولوېده.

د يادې ادارې مسئول د همدې ورځې په سهار مطبوعاتي غونډه کې وويل، دغه مسافر وړونکې الوتکه د همدې ورځې سهار په ۶ بجو ۲۰ دقيقو له جاکارتا څخه په هوا شوې وه، خو ۱۳دقيقې وروسته يې له ځمکې سره تماس قطع شو. اوس دا تائيد شوې چې دغه الوتکه په سمندر کې لوېدلې ده.

ياده الوتکه د جاوا ټاپو په شمالي سمندر کې لوېدلې ده. اوس مرستندويه کارکوونکي هلته رسېدلي دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای