CRI Online

"چين ته د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د مشهورو شخصيتونو د سفر " پلاوي د شينجيانګ د ټولنيزو علومو له اکاډمۍ څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-10-29 17:36:45


چين ته د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د مشهورو شخصيتونو د سفر په نوم د فعاليت ګډون کوونکو يعنې د ترکيې،مصر، افغانستان او فلسطين ۸ استازو د اکتوبر په ۲۵ مه نېټه د شينجيانګ د ټولنيزو علومو له اکاډمۍ څخه ليدنه وکړه او د ځايي ټولنيزې او اقتصادي ودې او د چين د قومي او ديني تګلارو له کارپوهانو سره يې د نظريو تبادلې وکړې. د شينجيانګ د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د قومونو انسټېټيوټ مشر علي اوپور له يادو اتو مېلمنو سره د خبرو اترو پر مهال وويل: ((شينجيانګ د چين د خاورې يوه نه بېلېدونکې برخه ده او په دغه سيمه کې د تاريخ په اوږدو کې ډېر قومونه، دينونه او کلتورونه يو د بل ترڅنګ موجود دي، د چين حکومت د بېلابېلو قومونو د کلتورونو پرمختګ او پر دينونو د عقيدې ازادۍ ته پاملرنه کړې او کوي يې. د شينجيانګ د بېلابېلو قومونو کلتورونه ډېر غني او ځلانده دي، د بېلابېلو قومونو ترمنځ کلتوري او ديني اړيکې ډېرې همغږې دي. په چين کې هر قوم چې لوی وي که کوچنی، د خپل قومي کلتور د پرمختګ او په ميراث د اخيستلو حقوق لري.)) د شينجيانګ د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د شينجيانګ په اړه د نړيوالو د معلوماتو د زياتېدو په موخه ډېرې هڅې کړې دي. د دغې اکاډمۍ مشر ګاو جيان لونګ په دې اړه وويل: ((زموږ څېړونکو د شينجيانګ د قومونو، تاريخ، دينونو، کلتور او داسې نورو مطالبو په اړه ډېرې مطالعې کړې او د علمي کتابونو، تېزسونو او د علمي څېړنيزو پروګرامونو د ليکلو، خپرولو او بشپړولو له لارې نړيوالو ته په سمه توګه بيان کړي چې شينجيانګ د چين د خاورې يوه مقدسه او نه بېلېدونکې برخه ده، د شينجيانګ بېلابېل قومونه د چيني ملت د لويې کورنۍ غړي دي او کلتورونه يې د چيني کلتور يوه برخه ده. دوهم، په دې وروستيو کلونو کې مو نړيوالو ته د شينجيانګ د پرمختګ ، ټولنيز ثبات، قومي يووالي،اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند د ښه والي په اړه معلومات معرفي کړي دي. البته په دې اړه تر ټولو ښه لاره دا ده چې بهرنيان شينجيانګ ته راشي او پخپله رښتينی شينجيانګ احساس کړي.)) د ترکيې د موري ګروپ رئيسې سون ګل بايرام د شينجيانګ په اړه د خپلې خاطرې په اړه وويل: ((چين زما ډېر خوښيږي، ما له چين سره د خپل ګروپ د اړيکو او همکارۍ د پرمختګ لپاره هڅه کړې او کوي يم. د شينجيانګ په اړه د لويديځو رسنيو په ناسمو رپوټونو باور نه لرم. اوس شينجيانګ ته راغلی يم او هغو شيانو چې ما دلته پخپله له نژدې ليدلي، پر شينجيانګ زما باور زيات کړی دی. زه يوه ترکي يمه چې چين خوښوم،دلته مې ليدلي چې د شينجيانګ د بېلابېلو کلتورونو او قومونو ترمنځ اړيکې پر ډېر ښه لوري پرمختګ کوي او په دې سره مې د شينجيانګ په اړه احساسات ژور شوي دي.)) د فلسطين د هيبرون محکمې اجرايوي قاضي احمد مراد چين ته د روان سفر په اړه وويل: ((په دې وروستيو ورځو کې ډېرو ځايونو ته تللي يم او احساس مې کړی چې د چين حکومت په پوره توګه پر دينونو د عقيدې ازادۍ ته په درنه سترګه ګوري. دغه راز د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د کليوالو سيمو او زراعتي چارو د بيا سمسورتيا په برخو کې يې هم ډېر کوښښونه کړي دي. په شينجيانګ کې مې د کان عر جينګ په نوم تر ځمکې لاندې د اوبو لګولو ځانګړي شکل د ليدنې پر مهال له ځايي اوسيدونکو سره خبرې کړې او دوی په خپلو خبرو کې عموماً د حکومت له ملاتړ او د عنعنوي کلتور د ساتنې په برخه کې د حکومت له هڅو څخه مننه څرګنده کړې ده. زما په اند دا په اوسنۍ نړۍ کې د چين د بيا سمسورتيا يو مهم لامل دی. موږ دې د چين له تجربو څخه زده کړه وکړو.))

د ترکيې د واکف بانک مشر او د واکف بانک ټيم رئيس عثمان ديمرين له چيني کارپوهانو سره د خبرو اترو له پای ته رسېدو وروسته سي ار ای ته وويل: ((د شينجيانګ د ټولنيزو علومو اکاډمۍ له کارپوهانو سره زموږ خبرې اترې ډېر ارزښتناکې دي او له دې لارې مې د شينجيانګ د پرمختګ لپاره د چين د حکومت او د خپلې سيمې لپاره د شينجيانګ د ځايي حکومت دپلانونو،موخو او هڅو په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړي. باور لرم چې شينجيانګ به د خپلې ټولنيزې او اقتصادي ودې په برخو کې زياتې لاسته راوړنې ولري، ځکه چې يووالی او همکارۍ د سمسورتيا ضمانت دي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای