د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د اکتوبر په ۲۹ مه نېټه اعلان وکړ چې د چين د صدراعظم لي که چيانګ په بلنه، د پاکستان صدراعظم عمران خان او د روسيې صدراعظم ديميتري مدويديف به په جلا جلا توګه د راتلونکې مياشتې له ۲ مې نېټې څخه تر ۷ مې نېټې پورې له چين څخه رسمي ليدنه وکړي. د چين صدراعظم لي که چيانګ به د صدراعظم ديميتري مدويديف سره د ليدنې په ترڅ کې د چين او روسيې د صدراعظمانو تر منځ په ۲۳ مې نوبتي غونډې کې ګډون وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |