CRI Online

د اندونيزيا په لوېدلې مسافر وړونکې الوتکې کې د ناسته کسانو د ژغورلو هڅې روانې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-29 18:35:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اندونيزيا د لاين (lion) هوايي شرکت يوه مسافر وړونکې الوتکه چې پکې ۱۸۹ کسان سپاره وو، د اکتوبر د ۲۹ مې نېټې په سهار په شپږ بجو او شل دقيقو د دغه هېواد له پلازمينې جاکارتا څخه د بانګ بېليتنګ ولايت پلازمينې پانګکال پينانګ ته روانه وه چې د الوتنې له ۱۳ دقيقو وروسته بېدرکه شوه او وروسته تائيد شوه چې په سمندر کې لوېدلې ده .

د اندونيزيا د ژغورلو چارو ادارې مسئول محمد سياوګي په همدې ورځ خبري ناسته کې وويل چې دغه الوتکه د اندونيزيا د لويديځ جاوا ولايت کاراوانګ ولسوالۍ ته نږدې سمندري سيمه کې لوېدلې ده.

لاين هوايي شرکت په همدې ورځ په خپله خبري ناسته کې خبر ورکړ چې دغه الوتکه د بو ينګ ۷۳۷ MAX ډول ده او د روان کال په اګست کې يې په پروازونو پيل وکړ. پيلوټ او مرستيال پيلوټ يې تجربه کار پيلوټان وو چې په جلاجلا توګه يې د الوتکو د ۶۰۰۰ ساعتو او ۵۰۰۰ ساعتو چلولو تجربې درلودې.(زرينه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای