CRI Online

وانګ يي: د جنوبي سمندر د سولې او ثبات د ساتلو لپاره دې په ګډه مسئوليت پر غاړه واخلو

cri     (GMT+08:00) 2018-10-29 19:27:49

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اکتوبر په ۲۹ مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فليپين په داواو ښارکې د دغه هېواد له بهرنيو چارو وزير تيودورو لوچين سره خبرې اترې وکړې او ورپسې يې په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.

په خبري ناسته کې ځينو خبريالانو له وانګ يي څخه پوښتنې او د جنوبي سمندر د وضعيت په اړه وړاندوينې او نظرونه وپوښتل. وانګ يي د دوی پوښتنو ته د ځواب ورکولو پر مهال وويل، چې د چين او فليپين د مشرانو تر مشرۍ لاندې او د دواړو خواوو د ګډو هڅو له لارې د جنوبي سمندر په وضعيت کې ښه والی راغلی دی. نوموړي وويل، د جنوبي سمندر سوله او ثبات د سيمې د هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري او راوستل يې زموږ ګډه هيله ده او زموږ ګډ مسئوليت هم دی. موږ به د فليپين په ګډون د اسيان سازمان له غړو هېوادونو سره ځينې کارونه په ښه توګه ترسره کړو څو اوسنی مثبت تمايل لا ټينګ شي.

لومړی، د سمندري همکارۍ د پراختيا لپاره دې هڅې وکړو. دوهم، په سمندر کې دې د اړيکو ميکانيزم بشپړ کړو.درېيم،د جنوبي سمندر پر عملياتي قانون بحث دې چټک کړو.وروستی او تر ټولو مهم ټکی دا دی چې موږ بايد په ګډه په دغه مسئله کې د نورو هېوادونو د لاسوهنو مخنيوی وکړو.

لوچين په خپلو خبرو کې وويل، هيله ده چې د جنوبي سمندر مسئله دې د فليپين او چين ترمنځ د اړيکو د مخنيوي سبب نه ګرځي او ورسره د اسيان له غړو هېوادونو سره د چين د دوستانه اړيکو د مخنيوي سبب هم ونه کړي. فليپين به له چين سره د سمندري همکارۍ د پياوړتيا لپاره نوې لارې چارې ولټوي، په ټينګ سره به د جنوبي سمندر د بېلابېلو غاړو د عملياتو ګډه اعلاميه پلې کړي او د جنوبي سمندر پر عملياتي قانون د بحث د چټکولو لپاره به کوښښونه وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای