CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت د چين د وارداتو په لومړي نړيوال نندارتون کې د بهرنيو هېوادونو د ګډون کوونکو مشرانو او چارواکو ليسټ خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-10-29 19:49:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د اکتوبر په ۲۹ مه نېټه اعلان وکړ چې د چين د وارداتو لومړی نړيوال نندارتون به د راتلونکې نومبر مياشتې له ۵ مې نېټې څخه تر ۱۰ مې نېټې پورې د چين په شانګ های کې تر سره شي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه به د چک ولسمشر ميلوس زيمان، د کيوبا د دولتي شورا رئيس او د وزيرانو د شورا رئيس دياز کانيل، د دومينيکن ولسمشر دانيلو ميدينا، د کينيا ولسمشر اوهورو کينيتا، د ليتوانيا ولسمشرې داليا ګريبوسکاتي، د پاناما ولسمشر جوان کارلوس واريلا، د السلوادور ولسمشر سانچيز، د سويس د فدراسيون رئيس الاين بېرسيت، د کوک ټاپو صدراعظم هينري پونا، د کرواتيا صدراعظم اندرج پلنکويچ، د مصر صدراعظم مصتافه مدبولي،د هنګری صدراعظم ويکتور اوربان، د ګرجستان صدراعظم ماموکا باکتازی،د لاوس صدراعظم تونګلون سيسوليت، د مالتا صدراعظم جوسېف موسکات، د پاکستان صدراعظم عمران خان، د روسيې صدراعظم ديميتري ميدويدف او د ويتنام صدراعظم نګوين شوان پوک په دغه نندراتون کې ګډون وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای