CRI Online

د بودايي دين د پنځمې دورې نړيوال فورم د فو جيان په پو تيان کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-10-30 14:39:31
د بودايي دين د پنځمې دورې نړيوال فورم د فو جيان په پو تيان کې پرانيستل شو

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بودايي دين د پنځمې دورې نړيوال فورم د اکتوبر په ۲۹مه نېټه پرانيستل شو چې د چين، امريکا، روسيې، کاناډا، استراليا، ايتاليا، د کوريا جمهوريت، جاپان، ټايلنډ، سريلانکا او د چين د تايوان په شمول د بودايي دين په ټولنه کې د ۵۵ هېوادونو او سيمو په زرګونو کارپوهانو او مشهورو شخصيتونو د فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ. د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې د ولسي سياسي بيورو د دايمي کميسيون غړي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس رئيس وانګ يانګ دغه فورم ته د مبارکۍ پيغام واستوه.

وانګ يانګ په خپل پيغام کې وويل چې د چين حکومت د بودايي دين په برخه کې د چين او نورو هېوادونو تر منځ د دوستانه تګ راتګ ملاتړ کوي او د خلکو تر منځ د دوستۍ ټينګولو هڅونه کوي چې په ګډه ښکلې نړۍ جوړه کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای