CRI Online

چين ته د وارداتو لومړی نندارتون به ډېر ژر پرانيستل شي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-30 16:36:37
چين ته د وارداتو لومړی نندارتون به ډېر ژر پرانيستل شي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، چين ته د وارداتو لومړی نندارتون به د راتلونکي نومبر له پنځمې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې په شانګهای کې ترسره شي. د دې نندارتون د تشکيلاتي کمېټې د دفتر مشر فو ځه ينګ د اکتوبر په ۲۹مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، دغه نندارتون د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی او نړۍ ته اعلان شوی. رئيس شي جين پينګ به د دې نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي. هغه وويل

((چين ته د وارداتو لومړی نندارتون به د راتلونکي نومبر له پنځمې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې په شانګهای کې تر سره شي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د دې نندارتون په پرانيستونکو مراسمو او اړوندو فعاليتونو کې ګډون وکړي. د کابو يو سلو پنځوسو هېوادونو او سيمو مامورين، د صنايعو او سوداګرۍ شخصيتونه او د نړيوالو سازمانونو مسئولان به په دې نندارتون کې برخه ولري. ))

فو ځه ينګ وويل، دغه نندارتون په نړۍ کې د وارداتو تر عنوان لاندې لومړی د هېواد په کچه لوی نندارتون دی او پکې نندارې او فورم دوه برخې شته. نندارې يعنې د هېواد سوداګرۍ او پانګونې عمومي ننداره او د تصديو ننداره، فورم يعنې د شانګهای د هونګ چياو نړيوال اقتصادي او سوداګريز فورم دی. دوه اتيا هېوادونه او درې نړيوال سازمانونه به خپل نندارځي جوړ کړي چې خپله بڼه او ځانګړي توليدات به نندارچيانو ته وښيي. په دې جمله کې دوولس عمده مېلمه هېوادونه به د نندارې ځانګړې خونې جوړې کړي. هغه وويل

((د هېواد په نندارتون کې اندونيزيا، ويتنام، پاکستان، جنوبي افريقا، روسيې او بريتانيا په شمول دوولس عمده مېلمه هېوادونه به د نندارې ځانګړې خونې جوړې کړي. چين به د کوربه هېواد په توګه د چين خونه جوړه کړي چې پکې د هانکانګ، مکاو او تايوان نندارځی هم شته. د چين د نندارې په خونه کې به د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو راهيسې تر لاسه شوي ستر برياليتوبونه او د چين پرمختګ او د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز له کبله نړۍ ته برابر شوی نوی فرصت وښودل شي. ))

د دې نندارتون د تصديو ننداره اووه نندارځي لري او له ۱۳۰ هېوادونو څخه راغلي څه باندې ۳۰۰۰ تصديو پکې د ګډون لپاره تړون لاسليک کړی دی. په هغه وخت کې به څه دپاسه پنځه زره توليدات په لومړي ځل چين کې نندارچيانو ته وړاندې شي. ښاغلي فو ځه ينګ وويل

((په دغه نندارتون کې نه يوازې ښه کيفيت لرونکي زراعتي او خوراکي توليدات، بلکې پرمختللي طبي تجهيزات او د سرطان د مخنيوي او علاج لپاره نوي درمل هم شته. د تصديو لخوا د ثبت شويو مالوماتو له مخې، څه باندې پنځه زره توليدات په لومړي ځل چين ته ننوځي. د چين مشتريان او تصدۍ په خپل هېواد کې د نورو هېوادونو هغه توليدات اخيستلی شي چې ښه کيفيت لري او بيې يې ټيټې دي، د اقتصاد له نړيوال کېدو څخه ګټې اخيستلی شي او د چين په دننه کې د مصرف کچې د لوړتيا اړتيا پوره کولای شي او دغه راز به د چين اقتصاد د لوړ کيفيت لرونکي پرمختګ وهڅول شي. ))

د اړوند خبر له مخې، د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پنځوسو پرتو هېوادونو او دېرشو بېوزلو هېوادونو تصدۍ به هم په دغه نندارتون کې برخه ولري.

د هونګ چياو نړيوال اقتصادي او سوداګريز فورم چې عنوان يې دی، ((د نړيوال تجارت نوی حياتي ځواک هڅوي او د ورخلاصون او ګډو ګټو نوی شکل جوړوي)) هم د دې نندارتون يوه مهمه برخه ده. د ګردې نړۍ د حکومتي مامورينو، د نړيوالو سازمانونو مسئلانو، د مشهورو تصديو خاوندانو او کارپوهانو په شمول څه باندې دوه زره تنه به په دې فورم کې ګډون وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای