د سين هوااژانس د خبر له مخې، د اندونزيا د ژغورنې د دولتي ادارې اړوند چارواکي بامبانګ سوريو اجي د اکتوبر په ۲۹مه نېټه په جاکارتا کې يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل امکان شته چې د اندونزيا د ليون ايرپلانی شرکت په لويدلې الوتکه کې سپاره ۱۸۹ کسان ټول وژل شوي وي.
نوموړي وويل چې اوس ژغورونکو د مړه شويو کسانو د جسدونو ځينې برخې پيدا کړې او د هويت د تصديقولو لپاره يې د پوليسو دولتي روغتون ته ليږلی دی، خو ژوندی کسان يې نه دي کشف کړي. اټکل کيږي چې په دغه لويدلې الوتکه کې ټول کسان مړه شوي دي. هغه وويل چې د ژغورنې کارونه به اوو ورځو ته دوام ولري.
د اندونيزيا د خبري رسنيو د خبر له مخې، په دغه الوتکه کې د هند يو پيلوټ او د ايتاليا يو مسافر، د اندونيزيا د مالي وزارت د شلو چارواکو او د مالي چارو د څارنې ادارې لس چارواکو په ګډون ۱۸۹ کسان سپاره وو.
د اندونيزيا د ترانسپورتي امنيت د کميټې مسئول وويل چې د الوتکې د تور بکس له پيدا کولو نه مخکې د الوتکې د لويدلو لامل نه شي معلومېدای
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |