CRI Online

امريکا به د کډوالو د مسئلې په مقابل کې د دغه هېواد او مکسيکو تر منځ سرحدې سيمې ته ۵۲۰۰ سرتيري ولېږي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-30 14:48:10

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا د ملي دفاع وزارت د اکتوبر په ۲۹مه نېټه وويل چې د منځنۍ امريکا د کډوالو مسئلې په مقابل کې به د جنوب لويديځې امريکا او مکسيکو تر منځ سرحدې سيمې ته ۵۲۰۰ سرتيري ولېږل شي.

د امريکا د خبري رسنيو د خبر له مخې، په همدې ورځ ۸۰۰ تنه سرتيريو د امريکا او مکسيکو تر منځ سرحدې سيمې ته حرکت کړی او نور پوځ به په روانې اونۍ کې دغې سيمې ته ورسيږي.

له دې نه مخکې د امريکا حکومت د ملي ګارد احتياطي ډله ليږلې چې په سرحدې سيمه کې د ناقانه کډوالو د مسئلې په مقابل کې له قانوني کارکونکو سره مرسته کوي.

په دې وروستيو ورځو کې د هندوراس، ګواتيمالا او السلوادور په شمول د منځنۍ امريکا د ځينو هېوادونو خلک د مکسيکو جنوب ته داخل شوي او پلان لري چې په مداومه توګه امريکا ته خپل تګ ته دوام ورکړي .

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای