په ځايي وخت کې د اکتوبر په ۲۹مه نېټه د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکيل په برلين کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې اعلان وکړ چې هغه په ځايي ټاکنو کې د خپل ګوند د ناکاميدو مسووله ده او د خپل ګوند د رئيسې دنده به ونه لټوي او د روانې دورې د صدراعظمې مودې له پای ته رسيدو وروسته راتلونکې دورې ته به دوام ورنه کړي.
د اکتوبر په ۲۸مه نېټه د هيسين ايالت په پارلماني ټاکنو کې د ميرکيل په مشرۍ د سي دي يو ګوند يوازي ۲۷سلنه رايې تر لاسه کړې چې د تيرې دورې د ټاکنو په پرتله يې يوولس سلنه برخه کمه شوې ده.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |