د چين د کورنيو چارو وزارت تازه سروې ښيي چې د روان کال د اګست تر پايه پورې د چين په کليوالو سيمو کې د هغو ماشومانو شمېر ۶ مليونو ۹۷۰ زرو ته رسېږي چې پلرونه او ميندې يې د مزدورۍ لپاره ښارونو ته تللي او دوی په خپل ټاټوبي کې پاتې دي. ياد شمېر د ۲۰۱۶ کال په پرتله کله چې دغه ډول سروې په لومړي ځل ترسره کېده،۲۲.۷٪ کموالی ښيي.
د اکتوبر په ۳۰ مه نېټه د چين د کورنيو چارو وزارت په مطبوعاتي غونډه کې د دغه وزارت د ټولنيزو چارو ادارې مرستيالې رئيسې ني چون شيا ياده سروې خپره کړه. همدارنګه نوموړې زياته کړه چې حکومت په کليوالو سيمو کې د ماشومانو د پاتېدو د پديدې د کمولو په موخه ډول ډول تدابير غوره کړي دي، مثلاً له ښارونو څخه خپل ټاټوبي ته راستانه شويو کسانو ته د کاروبار د پرانيستلو په برخه کې زمينې او ملاتړ برابروي او د ښارونو په ښوونځيو کې د هغو کليوالو ماشومانو د شاملېدو لپاره مرسته کوي چې له خپلو پلرونو او ميندو سره ښارونو ته کډه شوي دي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |