CRI Online

د بريتانيا ماليې وزير: د تنګې مالياتي تګلارې به ختمې شي او له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره د تياريانو صندوقونه به زيات شي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-30 16:51:05

د سين هوااژانس د خبر له مخې، له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا تر وتلو مخکې د بوديجې اخري لايحه د اکتوبر په ۲۹مه نېټه خپره شوه. د بريتانيا ماليې وزير فيليپ هاموند په همدې ورځ د بوديجې لايحې د خپرولو په وخت کې وويل چې بريتانيا به د تنګې مالياتي تګلارې ختمې کړي او له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره د احتمالي امکانونو په اړه تياريانې ونيسي.

د بريتانيا نوی مالي کال به د ۲۰۱۹ ک ال له اپريل څخه پيل شي. نوموړي وويل چې د بريتانيا اقتصاد په دوامداره توګه د ساتنې په حال کې دی او په بېلا بېلو سيمو کې د ګومارنو انډول د پخوا په پرتله لوړې دی. په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کال کې د دغه هېواد د اقتصادي زياتوالي ارزونو په جلا جلا توګه يو اعشاريه ۶ او يو اعشاريه ۴ ته لوړ شوې دي. په مالی بوديجه کې به نور ۴۰۰ مليونه بريتانوي پاوند په اندازه پيسې له اروپايې ټولنې څخه د بريتانيا له وتلو وروسته په بېلا بېلو چارو کې وکارول شي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای