د سين هوااژانس د خبر له مخې، د م م د يونيسکو سازمان د خليج سيمې او د يمن چارو مسئولې انا پوليني د اکتوبر په ۲۹مه نېټه د عمان په پلازمينه مسقط کې وويل چې د وريښمو لاره د بېلا بېلو کولتورونو او نژادونو تر منځ د تګ راتګ يوه بيلګه ده.
د وريښمو لارې د څلورمې دورې د انټرنيټي صحنې نړيواله غونډه په مسقط کې تر سره شوه. نوموړې د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې د نړيوال کيدو په حال کې د بېلا بېلو کولتورونو او نژادونو تر منځ د تګ راتګ فرصتونه ورځ په ورځ زيات شوي او د وريښمو لاره د څه دپاسه دوو زرو کلونو راهيسي د مختلفو کولتورونو لرونکو خلکو تر منځ د تګ راتګ يوه بيلګه ده چې د تاريخ د څيړنې، له چلنجونو سره د مقابلې او د بېلا بېلو کولتورونو تر منځ د احترامونو د پياوړتيا لپاره مهم رول لري.
هغې د م م د يونيسکو سازمان په مشرۍ د وريښمو لارې د څيړنې په پلان کې د چين د حکومت د ملاتړ څخه مننه څرګنده کړه.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |