د چين د وارداتو نړيوال نندارتون به د نومبر په ۵مه نېټه په شانګهای کې پيل شي. د پاکستان د صدراعظم عمران خان په مشرۍ د حکومت جګ پوړی پلاوی به د نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړي. په پاکستان کې د چين د سفارت د اقتصادي چارو مستاشار وانګ جي هوا وويل چې پاکستان دغه نندارتون ته په درنه سترګه ګوري او د دغه هېواد غښتلي او مشهور توليدات به په نندارتون کې وښودل شي.
ښاغلي وانګ جی هوا وويل چې په نندارتون کې د پاکستان تصديو ته د ګټو رسولو لپاره به اړوندې څانګې ورته اسانتياوې برابرې کړي. په پاکستان کې څه دپاسه لس تصدۍ به په نندارتون کې د منسوجاتو، خوراکونو، طبي تاسيساتو، سپورټي توليداتو او وريجو په شمول غښتلي توليدات ښودنه وکړي. دغه راز څه دپاسه ۵۰ تصدی به د چيني او پاکستاني تصديو تر منځ د عرضو او تقاضا د نښلولو په فعاليتونو کې ګډون وکړي.
نوموړي دا نظر څرګند کړی چې دغه نندارتون د چين او پاکستان تر منځ د تجارتي تګ راتګ د پياوړتيا لپاره يو ښه فرصت دی او هيله لري چې پاکستان د دغه نندارتون په وسيله چيني تصديو او مشتريانو ته لا زيات ښه پاکستاني توليدات او خدمتونه برابر کړي او د ذات البيني سوداګرۍ او اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ په چارو کې نوي قوې واچوي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |