د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د عربي متحده اماراتو د حکومت په بلنه د چين د دولت رئيس مرستيال وانګ چي شان د اکتوبر له ۲۸مې نيټې څخه تر ۳۰مې نيټې پورې په جلا جلا توګه په ابوظبي کې د دغه هېواد د ابوظبۍ له وليعهد شيخ محمد بن زايد ال ناهيان او په دوبۍ کې د دغه هېواد د ولسمشر مرستيال او صدراعظم شيخ محمد بن راشيد سره ليدنه وکړه.
وانګ چي شان له شيخ محمد بن زايد ال ناهيان سره د ليدنې په وخت کې وويل چې د روان کال په جولای کې د چين دولت رئيس شي جين پينګ له دغه هېواد څخه رسمي ليدنه وکړه او ورسره يې د دواړو هېوادونو تر منځ د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو نوی مقام تصديق کړ. موږ باور لرو چې د دواړو خواوو تر ګډو کوښښونو لاندې د دواړو هېوادونو تر منځ تګ راتګ او همکارۍ به هرومرو لا زياتې فعالې لاسته راوړنې تر لاسه کړي او د دواړو هېوادونو د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکې به لا ټينګې شي.
زايد ال ناهيان وويل چې عربي متحده امارات د چين د پرمختګ د سترو برياليتوبونو لوړه ستاينه کوي او باور لري چې چين د نړيوالو او د منځني ختيځ په چارو کې لا مهم رول لوبولی شي. دغه هېواد غواړي چې په بېلا بېلو ساحو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |