CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: پر چين د امريکا د بې اساسه تور پر وړاندې عدالت د خلکو په زړونو کې دی

cri     (GMT+08:00) 2018-10-30 18:58:28

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د اکتوبر په ۳۰مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، هيله لرو چې امريکا په صميمي توګه د چين په شان د کاريبين سيمې د هېوادونو لپاره چارې تر سره کړي.

د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په دې وروستيو کې له پاناما او مکسيکو څخه د ليدنې په وخت کې په لاټيني امريکا کې د تالا کوونکو اقتصادي فعاليتونو تور پر چين ولګولو. په دې هکله د انتيګوا او بربودا صدراعظم ګاستون براون له ځايي خبري رسنيو سره مرکه کې وويل، امريکا شيطاني او چغلي کوي او بايد په دې سيمه کې په خپلو تګلارو او عملياتو شرم وکړي. نوموړي دې ته اشاره وکړه چې د چين له مرستو پرته به کاريبين سيمه د پرمختګ ځلانده راتلونکی و نه لري. د ياد خبر په هکله لو کانګ وويل، هيله لرو چې امريکا د چين په شان په صميمي ډول د کاريبين د هېوادونو لپاره ځينې ګټورې چارې وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای