د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، له چين څخه د جاپان د لومړي وزير شينزو ابې د سفر پر مهال د چين او جاپان مرکزي بانکونو د مروجو پيسو د تبادلې په اړه دوه اړخيز تړون لاسليک کړ. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د اکتوبر په ۳۰مه نېټه د خبريال پوښتنې ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل، چې د ياد تړون موخه د دواړو هېوادونو د پولي ثبات ساتنه او د دوه اړخيزو اقتصادي او پولي فعاليتونو ملاتړ دی. چين هيله لري چې له جاپان سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې په ښه توګه پلې کړي.
د معلوماتو له مخې، د چين او جاپان ترمنځ د مروجي پيسو د تبادلې تړون ارزښت ۲۰۰ مليارډه يوانه دی او د تړون د تطبيق موده ۳ کاله ده چې د دواړو خواوو له ګډې موافقې سره سم اوږده کېدای هم شي. لو کانګ د اکتوبر په ۳۰مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چين هيله لري چې له جاپان سره د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډو نظريو سره سم د مالي او پولي چارو په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي او خپلمنځي اقتصادي اړيکې ژورې کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |