CRI Online

لي که چيانګ به د مهمو نړيوالو اقتصادي سازمانونو له مسئولينو سره د ګردي ميز درېيمه غونډه تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-30 19:26:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د اکتوبر په ۳۰مه نېټه اعلان وکړ چې د چين صدراعظم لي که چيانګ به د راتلونکې نومبر مياشتې په ۶مه نېټه په بېجينګ کې د نړيوال بانک، نړيوال پولي صندوق، د سوداګرۍ نړيوال سازمان،د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان، د پولي ثبات شورا او د کارګرو نړيوال سازمان له مشرانو سره د ګردي ميز درېيمه غونډه تر سره کړي چې پکې به د نړيوال اقتصادي تمايل،د څواړخيز تجارتي نظام د ساتنې او د چين د اقتصاد او د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په اړه بحثونه وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای