CRI Online

شي جين پينګ د اندونزيا د لاين اير شرکت د الوتکې د لويدلو له امله د دې هېواد ولسمشر جوکو ويدودو ته د خواخوږۍ پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2018-10-30 19:30:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۳۰ مه نېټه د اندونزيا د الوتکې د لويدلو له امله د دې هېواد ولسمشر جوکو ويدودو ته د خواخوږۍ پيغام وليږه.

شي جين پينګ د خواخوږۍ په پيغام کې ويلي چې په ډېرې خواشينۍ سره خبر شوم چې د اندونيزيا د لاين اير شرکت يوه الوتکه چې پکې ۱۸۹ تنه سپاره وو، سمندر ته لوېدلې ده. زه د چين حکومت او چينايانو په استازيتوب او له خپله اړخه پر مړو شويو کسانو ژور خپګان او د دوی له کورنيو سره خواخوږي څرګندوم.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای