CRI Online

د چين د شينجيانګ د کلتوري تبادلې پلاوي د قزاقستان له فکري اورګانونو سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-10-31 10:46:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د شينجيانګ د کلتوري تبادلې پلاوي د اکتوبر له ۲۸مې نيټې څخه تر ۳۰مې نيټې پورې د قزاقستان په پلازمينه استانا کې د دې هېواد د له فکري اورګانونو،ملکي سازمانونو او په دې هېواد کې له اوسېدونکو چينايانو سره يوه غونډه تر سره کړه او کارپوهانو يې د شينجيانګ د پرمختيايي حالت، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې له لارې د ټولنيز ثبات ساتلو، قومي مذهبي تګلارې،د قزاقي قوم د ژوند حالت او د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د کليدي سيمې د ابادۍ په باب معلومات برخوالو ته وړاندې کړل.

د دې پلاوي مشر او د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د چيني سرحداتو د څېړنيز مرکز مشر شينګ ګوانګ چنګ د شينجيانګ د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ او مسلکي مهارتونو د روزنيزو کارونو په باب معلومات هم وړاندې کړل او ويې ويل چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۳ کال کې له قزاقستان څخه ليدنه کړې وه او د لومړي ځل لپاره يې د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند د ابادۍ په اړه وړانديز کړی و. تر دې وروسته د چين د شينجيانګ او قزاقستان ترمنځ سوداګريز تګ راتګ لا زيات شوی چې دواړو هېوادونو او خلکو ته يې ګټې رسولې دي.

د قزاقستان د ولسمشرۍ ستراتيژۍ د څېړنيز انسټيټيوټ مرستيال مسئول مارټ زوماګلوف وويل چې قزاقستان په شينجيانګ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د چين د حکومت له خوا د غوره شويو تدبيرونو پوهاوی کوي او غواړي چې له اړوندو چيني اورګانونو سره تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د ثبات ساتلو په برخو کې له چين سره تجربې شريکې کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای