CRI Online

د چين مشهور ليکوال جين يونګ د ۹۴ کلونو په عمر وفات شو

cri     (GMT+08:00) 2018-10-31 10:49:12

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د هانکانګ خبري رسنيو خبر ور کړ چې مشهور ليکوال جا ليانګ يونګ چې بل نوم يې جين يونګ دی ، د اکتوبر په دېرشمه نېټه په هانکانګ کې د ۹۴ کلونو په عمر وفات شو.

نوموړي په ۱۹۲۴ کال کې د چين د ځه جيانګ ولايت په های نينګ ولسوالۍ کې زيږېدلی و او په ۱۹۵۵ کال کې د شين وان باو په ورځپاڼه کې يې لومړی ناول خپور شوی و او په ۱۹۷۲ کال کې يي د لو دينګ ځي په نوم وروستی ناول ليکلی و .هغه په شلمه پېړۍ کې د ۱۵ ناولونو د ليکلو له امله په نړۍ کې شهرت وموندلو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای