CRI Online

د کينيا ولسمشر: چين د کينيا يوازينی پور ورکوونکی هېواد نه دی

cri     (GMT+08:00) 2018-10-31 11:03:29

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د کينيا ولسمشر اوهورو کنياټا په دې وروستيو ورځو کې د امريکا له خبري رسنيو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې چين د کينيا يوازينی پور ورکوونکی ه هېواد نه دی.شک شته چې د چين له خوا د ور کړل شويو پورونو له امله په کينيا کې د پورونو بحران رامنځته شوی دی. په دې هکله ولسمشر کنياټا وويل چې نه يوازې له چين څخه بلکې له امريکا څخه مو هم پورونه اخيستي دي.مونږ غواړو چې د بنسټيزو تاسيسأتو په برخه کې له نورو هېوادونو شته واټن مو لېری کړو او له نړيوالو همکارانو سره همکارۍ وکړو. دوی هم غواړي چې را سره همکارۍ وکړي او زمونږ د ټولنيز او اقتصادي موخې د تر سره کولو لپاره هم مرستې برابرې کړي.نو ولې ځينو هېوادونو يوازې چين ته پاملرنه کړې ده؟رېښتيا ده چې له څو اړخيزو پورونو څخه تر دوه اړخيزو پورونو پورې زمونږ د پورونو حالت ښه دی.جاپان، چين ، فرانسې او نور هېوادونه د پورونو ور کولو له لارې له مونږ سره همکارۍ کوي او زموږ د موخې د تر سره کولو لپاره راسره مرستې کوي.زموږ نظر دا دی چې موږ يوه پرمختيايي او ټولنيزه اجنډا لرو ، نو غواړو چې په دې برخه کې له ټولو هېوادونو سره همکارۍ وکړو.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای