CRI Online

د چين د ښځو ۱۲ م ملي کانګرس پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-10-31 11:08:03

د چين د ښځو ۱۲م ملي کانګرس د اکتوبر په ۳۰ مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شو. د چين د کمونېست ګوند عمومي منشي، د دولت رئيس، د مرکزي نظامي کمېسيون رئيس شي جين پينګ او نور ګوندي او دولتي مشران د دغه کانګرس په پرانيستونکو مراسمو کې حاضر وو او ورته يې مبارکي وړاندې کړه.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بېورو د دايمي کمېسيون دايمي غړي جاو له جي د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې په استازيتوب په دغه غونډه کې وينا وکړه او ويې ويل، د ښځو او د دوی د کارونو په اړه د عمومي منشي شي جين پينګ مهمې مفکورې په نوې زمانه کې د ښځو د چارو او د ښځو ټولنې د کارونو لپاره بنسټيز اصول جوړ کړي دي. د کمونېست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې د وړاندې شوې لويې نقشې پوره کول د ښځو په ګډون د ټولو چينايانو ګډو هڅو ته اړتيا لري.هيله ده چې ټولې ښځې په ټينګ باور د نوې زمانې لپاره د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ مفکوره عملي کړي، په هراړخيزه توګه د نسبتاً شتمنې ټولنې د جوړولو او د چيني ملت د عظيمې احيا په اړه د چين خوب د پوره کولو لپاره دوامدار کوښښونه وکړي.(زرينه)

په دغه کانګرس کې د چين د ښځو ټولنې د منشورد تعديل مسوده بېلابېلو استازو ته په کتبي توګه وړاندې شوه.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای