د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اندونيزيا د ليون هوايي شرکت يوه الوتکه، چې پکې ۱۸۹ تنه سپاره وو، د اکتوبر په ۲۹مه نېټه له جاکارتا څخه والوتله خو لږ وروسته په سمندر کې ولوېدله. د ۳۰مې نېټې تر سهار پورې ژغورونکو ډېر مړي موندلي. د دې هېواد د چارواکو په اند، ياده الوتکه په سمندر کې د لوېدو په وخت کې ټوټه شوې خو په هوا کې نه ده چاوده شوې.
د ليون هوايي شرکت د ۳۰مې نېټې په سهار وويل، مړي به د هويت پېژندلو لپاره په جاکارتا کې د دولتي پوليسو روغتون ته ولېږدول شي. د ۱۶۹ مسافرو خپلوان د مړو د هويت پېژندلو لپاره د هوايي شرکت لخوا جاکارتا ته رسول شوي او پر وخت يې د ژغورنې د کارونو پرمختګ په اړه ورته معلومات ورکړل.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |